د عمان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د انرژۍ او کانونو د کمیټې مرستیال علي بن عبدالله الزادجلي په دغه هیواد کې د اسلامي امارت له سفیر حافظ عمر سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي یلزادجلي افغانستان ته د خپل سفر او د هېواد په کانونو کې د پانګونې په اړه خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې ښاغلي عمر د بهرنیو پانګوالو لپاره په افغانستان کې د شته فرصتونو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.