د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وکتل.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې محمد یعقوب مجاهد افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه وبلل او زیاته یې کړه چې دا دواړه هېوادونه ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات او ثابتې اړیکې د دې لامل شوې چې اسلامي امارت په ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام ژوند وکړي. په اقتصادي، سوداګریزو او نورو ګډو مسایلو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو اوسئ.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، “د پاکستان سفیر هم د ګډو همکاریو پر پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ”.