د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي اندریو مک کوبري په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب سره وکتل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو ګټو په ځانګړي ډول د افغانستان په وروستیو سیاسي، امنیتي او بشري پرمختګونو خبرې وکړې.