نړۍ
د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضي د میانمار د پوځي مشر د نیولو امر صادر کړ
د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضي کریم خان د میانمار د پوځي مشر د نیولو د حکم د صادرولو غوښتنه کړې ده.
مین آنګ هیلینګ د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د بشریت ضد جنایتونو په تور تورن دی.
په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار پر روهینګیا مسلمانانو باندې د پوځ او د هغې د ملګرو له حملو وروسته په لسګونو زره کسان په شهادت ورسیدل او په سلګونو زره کسان له میانمار څخه بې کوره او یا تېښتې ته اړ شول. د دغو کډوالو ډېری بنګله دېش ته تللي دي.
خان ویلي دي چې هغه به د میانمار د یو شمیر نورو چارواکو د نیولو غوښتنه وکړي.
مین آنګ هیلینګ په ۲۰۲۱ کال کې په میانمار کې د یوې کودتا له لارې واک ته ورسېد.