«واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې د یوه باخبره چارواکي په حواله ویلي: د اسرائیلو د حکومت غړي هڅه کوي له لبنان سره له شوې موافقې څخه په استفادې له حماس سره د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره کار واخلي.
دغه باخبره چارواکی چې نوم یې نه دی یاد شوی، زیاته کړه: اسرائیلی چارواکی د یو شمېر یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره د یوې لنډې مودې موافقې ته په پام سره، هیله من دی چې دغه موافقه په راتلونکی کې پراخه شی.