سیمه

د محمود عباس ځای ناستی وټاکل شو

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د فلسطین د اساسي قانون پر بنسټ د یوې بیانیې په خپرولو سره خپل ځای ناستی اعلان کړ.

د دې حکم له مخې، که د فلسطین د ادارې د مشر څوکۍ خالي شي، د فلسطین د ملي شورا مشر روحي فتح به په موقتي توګه دغه دنده پر غاړه واخلي.

اړونده مقالې

روحي فتح به تر هغه وخته پورې چې د فلسطین د انتخاباتو د قانون له مخې د جمهوري ریاست انتخابات نه وي ترسره شوي، د خود مختاره ادارې مشر وي.

د فلسطین د اساسي قانون له مخې، که د فلسطین د ملي شورا د مشر مقام خالي وي، د فلسطین د ملي شورا مشر به په موقتي توګه د اعظمي ۹۰ ورځو لپاره دغه دنده په غاړه ولري، چې په دې موده کې به د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ازادې ټاکنې ترسره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button