د هېواد د کرکټ بورډ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، نن سهار (د لیندۍ ٦مه) د کرکټ د اتلولۍ جام د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کابل ته راورسېد او د هېواد د کرکټ د لوبغاړو په شتون کې يې تود هرکلى وشو.
د يادونې ده، چې د کرکټ دغه اتلوليو ټرافي کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د کابل په شاه دو شمشېره، باغ بابر او قرغې بند کې نندارې ته وړاندې شول.