د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره الوداعی ملاقات وکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي متقي په افغانستان کې د خپل ماموریت په موده کې د ښاغلي قمي د هڅو په قدرونې سره وویل، د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې د ایران له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې کار وکړي.