د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند دوشنبه (لیندۍ ۵ مه) په کابل کې د روسیې د ملي امنیت شورا د سکرتر سرګي شویګو په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د کچې پر لوړولو او دغه راز په افغانستان کې د روسي پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي برادر د اسلامي امارت بهرني سیاست ته په اشارې سره وویل، افغانستان ته د امنیت او ثبات په راتګ سره دغه هېواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیت په مرکز بدل شوی دی، چې نه یوازې دا د هیواد په ګټه بلکې د سیمې په ګټه.