افغانستاننړۍ

شویګو: افغانستان باید د شانګهای سازمان د څارونکي غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي

د روسیې د فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل چې دی غواړي د مسکو او کابل ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي غواړي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د څارونکي غړي په توګه خپله څوکۍ ترلاسه کړي

ارګ د ښاغلي شویګو له قوله چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، لیکلي چې په دې کتنه کې نوموړي ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ، ترانسپورت، صنعت، کرنې، بریښنا، او کانونه په ګډون په بېلابېلو برخو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونو روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button