افغانستاننړۍ

متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي سره وکتل

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل وايي، چې د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ياو شياوانګ د دغه وزارت له سرپرست اميرخان متقي سره وکتل.

د ښاغلي ټیکل په وینا، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې.

اړونده مقالې

ښاغلی تکل زیاتوي چې د چین ځانګړي استازي په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې مثبتې و ارزولې او ویې ویل چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.

ده همداراز وویل چې د چین ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر څخه غوښتي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button