سیمه
پاکستاني پولیسو له اسلام اباد څخه څو کیلومتره لیرې له مظاهره چیانو سره نښتې وکړې
سرچینې خبر ورکوي، چې د پاکستاني پولیسو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ د اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتې له امله نن په اسلام اباد کې دولتي او شخصي ښوونځي تړل شوي دي.
دغه راز د پاکستان حکومت د اسلام اباد له اوسېدونکو غوښتي چې خپل ماشومان له کوره بهر مه لېږﺉ.
په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامی امارت سفارت لیکلي چې په پاکستان کې د روان وضعیت له امله نن (د نومبر ۲۵مه) هیڅ خدمات نه وړاندې کوي او بند دی.
د يادونې وړ ده، چې دغو لاريونونو اسلام اباد ته غځېدلې ټولې لارې بندې کړې او په دغه سيمه کې يې د انټرنېټ او موبايل ټليفون خدمات بند کړي دي.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/14636?single