افغانستان

په هرات ولایت کې د پاشان بند د کار ۸۰ سلنه پرمختګ شوی دی

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هرات ولایت د پاشان بند د دغه وزارت له سترو پروژو څخه دی، چې اوسمهال یې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه بند په بشپړېدو سره به ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبه زېرمه شي، ۲ مېګاواټه برېښنا به تولید شي او ۱۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button