نړۍ
لویدیځ ته د روسیې د توغندیو پیغام: شاته وګرځوئ / د روسیې نوې وسله د کشف وړ نه ده
برتانوي خبري اژانس رویټرز لیکي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هایپرسونیک توغندی د اوکراین په اړه لویدیځ ته یو ساده پیغام لري: شاته شه، او که تاسو یې نه کوئ، روسیه حق لري چې د بریتانیا او امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي.
روسیې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین پر لور د “اورشینیک” په نوم د منځني واټن هایپرسونیک توغندی وتوغاوه.
له بلې خوا پوتین ویلي چې دا برید د اوکراین له خاورې د روسیې پر خاوره د امریکايي او برتانوي توغندیو د بریدونو مستقیم ځواب دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار کړی، چې د دغه هېواد نوې وسلې نه شی منع کېدای.