الجزیرې وېبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي: د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د بنیامین نتنیاهو او یوف ګالانت د نیولو حکم صادرېدل د غبرګونونو څپې راپارولي دي.
په داسې حال کې چې ډېرو هېوادونو په تېره بيا لويديځو حکومتونو د يادو کسانو د ننوتو په صورت کې د دغو حکمونو د عملي کولو لپاره خپل چمتووالى اعلان کړى، امريکا لکه څنګه چې تمه کېده، سخت مخالفت څرګند کړى دى.
په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان د صهیونیسټ رژیم د نورو پوځی او سیاسی شخصیتونو د نیولو د حکم د شتون په هکله چې تراوسه د نړیوالې جنایی محکمې له خوا نه دی اعلان شوی، خبرې کوی.