سیمهنړۍ

ایت الله سیستاني د پاکستان د شیعه ګانو د امنیت غوښتنه وکړه

د شیعه ګانو د تقلید د ادارې د مشر حضرت ایت الله سید علی سیستانی (مدظله العلی) دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره د پاکستان په پاړاچنار کښې په بې ګناه مسافرو باندې ترهګریز برید په سختو ټکو غندلی او له حکومت څخه یې د دغه هیواد د شیعه ګانو د امنیت غوښتنه کړې ده.

د آیت الله سیستانی د دفتر د بیان متن په لاندې ډول دی:

اړونده مقالې

د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.

د نجف اشرف مدرسې او د شیعه ګانو عالي اداره د دغه وحشتناک جنایت په غندلو سره چې د مسلمانانو یووالی یې په نښه کړی دی، د پاکستان له معزز حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ترهګرو ډلو له ظلمونو او جنایتونو څخه د بې دفاع خلکو د ساتنې لپاره د حل لارې چارې ولټوي او د مخنیوي او لازمو اقداماتو د ترسره کولو لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

د لوى خداى (ج) له دربار څخه د پاکستان د عزت او سرلوړۍ د دوام غوښتنه کوو.

۲۰/ جمادی الاول/ ۱۴۴۶هـ ق = ۱۱/۲۲/۲۰۲۴

د ښاغلي سیستاني (مدد الله) دفتر – نجف اشرف

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button