افغانستانسیمه

د دفاع وزارت له سرپرست سره د ایران د سفیر د خبرو تمرکز د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګښت دی

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي چهارشنبه ورځ له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “دواړو لورو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.”

اړونده مقالې

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو “په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار وکړ.”

باید وویل شي، چې ښاغلي قومي پرون د دغه هېواد د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال سره وکتل او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button