د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي، چې په کابل کې د ازبکستان نوي سفير ايبک عثمانوف د خپل باور ليک يوه کاپي اميرخان موتقي ته سپارلې ده.
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي ددواړو هېوادونو د سفارتونو فعاليتونه ددوه اړخيزو اړيکو دپرمختګ لپاره ښه نښه وبلله او ټينګار يې وکړ چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو دتطبيق په برخه کې بايد عملي ګامونه پورته شي.
ایبک عثمانوف په دې مراسمو کې وویل چې په دغه ماموریت کې به د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا هڅه وکړي.