افغانستاننړۍ

ټرمپ به د هغو افسرانو محاکمه وکړي چې له افغانستان څخه په وتلو کې ښکیل دي

ان بي سي نیوز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د هغو افسرانو محاکمه وکړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې ښکېل دي.

د دې مسلې سره آشنا سرچینو ویلي چې د ټرمپ ټیم دا تحقیقات “ډیر جدي” اخلي او د بایډن ادارې مسؤل چارواکو لخوا د خیانت قضیې په لټه کې دي.

د دغه رپوټ له مخې د ټرمپ د انتقال ټیم ​​د هغو پخوانیو او اوسنیو امریکايي پوځي افسرانو نوملړ چمتو کوي چې له افغانستان څخه په وتلو کې مستقیماً ښکېل وو او ښايي پوځي محکمې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر شي.

د امریکايي خبري چینل ان بي سي نیوز د راپور له مخې د ټرمپ د ادارې د انتقالي ټیم غړي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د څېړنو پر پیل غور کوي.

ویل کیږي چې دوی پلان لري چې په دې عملیاتو کې د ښکیلو پوځي چارواکو نوملړ چمتو کړي. دوی اوس هم په دې غور کوي چې ایا دوی پوځي محکمې ته وړاندې شي او که نه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button