د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر جنید ماکدا اعلان کړی، چې افغان سوداګر د تورخم پر لارې د اضافي لګښتونو له امله د ایران په څېر بدیلې لارې په لټه کې دي.
د پاکستاني رسنیو له مخې مکدا زیاته کړې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري ۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی شي، خو د پاکستان د محدودیتونو له امله تر اوسه دغه وده نه ده شوې.