د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د روغتیا د نړیوال سازمان له رئیس ټیډروس اډانوم سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ چې (شنبه د لړم ۲۶ مه) خپره شوه، په دې کتنه کې د روغتیا په برخه کې د همکارۍ جلبولو، د پولیو او ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د عامې روغتیا وزارت د استازو ګډون په نړیوالو روغتیایی کنفرانسونو کې دوی خبرې اترې درلودې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې ناسته کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د روغتیا سکتور له داخلي منابعو څخه تمویل کړي.