افغانستان
په دایکندي کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نږدې ۲۰ زره تذکرو وېش
د دایکندي ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۱۳۴۴۵ الکترونیکي تذکرې او ۶۲۶۸ پاڼې تذکرې وېشل شوي دي.
د چارواکو په وینا، په دې موده کې ۲۶۲۳ د زیږون کارتونه او ۳۳۴ فوټې پاڼې هم ووېشل شوې.