د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د اقداماتو په اړه د اسلام اباد تکراري غوښتنې په پام کې ونیسي او د پاکستان صبر دې ونه ازمويي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو په افغانستان کې پناه اخیستې او د اسلامي امارت ملاتړ لري.