افغانستان

د کانکور په ازموينه کې د نوي سيستم د رامنځته کولو په موخه د تفاهم ليک لاسليک کول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، چې د کانکور ازموینې لپاره د سیستم د رامنځته کولو په موخه د دغه وزارت او د ازموینو د ملي ادارې ترمنځ یو تفاهم لیک لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیستم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ د عمومي ریاست د انجنیرانو له خوا چمتو شوی او ډېر ژر به یې د تطبیق پړاو پیل شي.

د داخلی ازموینو نوی سیستم به د ګډون کوونکو د درجه بندۍ، په مختلفو ښوونځیو کې د زده کوونکو د ویش او د رتبو د ترتیب په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button