افغانستان
اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ او فعالیت ته ژمن دی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د دولتي رسنیو په مرکز کې د یو شمېر رسنیو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې د دولتي بنسټونو او رسنیو تر منځ د همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې په هیواد کې د رسنیو فعالیتونو لپاره یو ښه پلیټ فارم چمتو کړي
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت په اوسني عصر کې د رسنیو د ارزښت په درک کولو سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ او فعالیت ته ژمن دی.
د رسنیو مرکز د دې ناستې په اړه وویل، چې د رسنیو مسوولینو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې له ښاغلي مجاهد سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.