د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کامېیر هوايي شرکت مستقیم پروازونه د چهارشنبې په ورځ د خوست ولایت له نړیوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته پیل شول.
له دې وروسته به هره اونۍ د افغانستان له خوست څخه د سعودي عربستان جدې ته الوتنه کوي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې له کابل څخه د سعودي عربستان جدې ته الوتنې روانې وې.