په مالدیف کې د بدن جوړونې په پنځلسمه نړیواله سیالۍ کې له ځلېدلو وروسته افغان ورزشکاران له مډالونو او ویاړونو سره هېواد ته راستانه شول.
د بدن د ښکلا ملي فدراسیون وايي، د بدني روزنې ریاست او د المپیک ملي کمېټې د دغو ورزشکارانو هرکلی کړی دی.
د هېواد ورزشکارانو په دغو سياليو کې يو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل.
همدارنګه د دغو سیالیو څلورم او پنځم مقامونه افغان لوبغاړو ته ورکړل شول.
د يادونې وړ ده، چې د سرو زرو مډال ګټونکى عليرضا اساهي د نړۍ په کچه د بدن د ښکلا په برخه کې د نړيوال روزونکي ډيپلوم په ترلاسه کولو بريالى شو.
د بدن د ښکلا پنځلسمه نړیواله سیالي په مالدیف کې د لسګونو هېوادونو په ګډون ترسره شوه.