د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دفتر وايي، په پکتیکا ولایت کې د ۲۰۲۲ کال د زلزلې له امله د هغو ۸۰۰ کورنیو لپاره دایمي سرپناه جوړوي چې کورونه یې ویجاړ شوي دي.
دغه کمېشنر په ایکس صفحه کې وويل چې دغه کورونه د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق (UN STFA) په مالي مرسته د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې جوړېږي او هيله لري چې تر دې مخکې به دغه کورنۍ خپلو نويو دايمي سرپناهونو ته ولاړې شي. ژمی