افغانستانسیمه

له ترکيې څخه تر ۳۰۰ ډېر افغان اتباع هېواد ته شړل شوي دي

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې ترکیې په دې وروستیو کې ۳۲۵ افغان کډوال شړلي دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کډوال چې اسناد یې درلودل او له اسنادو پرته د تېرې ورځې په اوږدو کې د هوا له لارې هېواد ته ولېږدول شول.

د اسلامي امارت چارواکو د کابل په هوايي ډګر کې د راستنیدونکو کسانو هرکلی وکړ.

د مهاجرت وزارت ویلي چې د مهاجرت نړیوال سازمان له راستنیدونکو سره د ۱۵۰ یورو معادل حقوقي خوندیتوب او مالي مرسته کړې ده.

ترکیې تر دې مخکې هم افغان کډوال ایستلي دي.

افغان اتباع ترکيې ته د کډوالۍ او يا کار لپاره اروپايي هېوادونو ته ځي.

باید وویل شي، چې له ایران او پاکستان څخه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button