په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین اعلان وکړ چې په دوحه کې د مختلفو هیوادونو له استازو سره د لیدنې اصلي موخه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل دي.
ښاغلي شاهین له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو سره به له افغانستان سره د بېلابېلو هېوادونو اقتصادي همکاري پیل شي.
نوموړی په دې باور دی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ به د سیاسي دلایلو له مخې اسلامي امارت ته نه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د حکومت ټول معیارونه لري.