افغانستاننړۍ

سیګار: د ۲۰۲۴ مالي کال تر پایه به افغانستان ته ۸۸۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر “سیګار” په خپل ۶۵ درې میاشتني راپور کې ویلي، چې امریکا به په ۲۰۲۴ مالي کال کې له افغانستان سره ۸۸۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د سیګار د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو له وتلو وروسته، امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی هېواد پاتې شوی او له افغانستان او کډوالو سره یې ۲۱.۰۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د دغه راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو د خپلو ځواکونو له وتلو او د جمهوري رژیم له نسکورېدو وروسته د بشري مرستو او پراختیا په برخه کې ۳.۳۳ میلیارده ډالره، د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۳.۵ میلیارده ډالر او ۸،۷ میلیارده ډالره د «عملیات ښه راغلاست متحدینو» لپاره ورکړي. او همدارنګه یې په نورو برخو کې ۵.۵۳ میلیارده ډالره لګولي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button