یمني رسنیو خبر ورکړی، چې امریکايي او بریتانوي جنګیالیو نن سهار (یکشنبه، ۲۰ لړم) د «صنعان» په «جربان» سیمه څلور هوايي بریدونه او د صنعا په «الحفا» سیمه کې یو هوايي برید کړی دی.
دغه راز دغو رسنيو خبر ورکړى چې امريکا او انګلستان په عمران ولايت کې د “سفيان” سيمه په خپلو هوايي بريدونو کې دوه ځلې په نښه کړه.
په همدې لړ کې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ومنله چې د دغه هېواد جنګیالیو په یمن کې د انصارالله ځواکونو پر اهدافو بریدونه کړي دي.
په همدې لړ کښې په صنعا کښې د المیادین خبریال هم پرون خبر ورکړ چې د امریکې او برطانیې تیریګرو د یمن په پلازمینې باندې درې حملې وکړې.
هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کښې د صنعا په سویل او ختیځ کښې د النحدین او الحفا سیمې شاملې دی.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې د یمن وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې یې د «نواطیم» قرارګاه د «فلسطین ۲» هایپرسونیک توغندي په وسیله په نښه کړې ده.