افغانستانسیمه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان کې وروستۍ چاودنه وغندله

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې چاودنه په کلکه وغندله.

دغه وزارت ویلي دي چې موږ د بلوچستان په کوټه ښار کې وروستۍ چاودنه چې په پایله کې یې یو شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول، غندو.

د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د شهیدانو جنت فردوس او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې ده.

د دغې چاودنې په پایله کې تر ۲۰ ډېر کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button