د فلسطیني ادارې او هم د یوې باخبرې سرچینې د څرګندونو پر بنسټ، اکسوس ویبپاڼې ادعا کړې چې د امریکا منتخب ولسمشر د فلسطیني ادارې له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره به هڅه وکړي.
اکسیوس د خود حکومتولۍ ادارې د یوه چارواکي په حواله چې د دواړو چارواکو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو راپور یې ترلاسه کړ، د دې ټیلیفوني اړیکو فضا “تود” وبلله.
د خودمختارۍ ادارې په بیان کې راغلي، “عباس ټرمپ ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله، هغه ته یې د بریالیتوب هیله وکړه او د تلپاتې او عادلانه سولې د ترلاسه کولو لپاره یې له ټرمپ سره همکارۍ ته په خپل چمتووالي ټینګار وکړ.”
د اکسیوس لخوا د فلسطیني چارواکو په حواله ویلي چې ټرمپ په دې ټیلیفوني تماس کې محمود عباس ته ویلي چې غواړي په غزه کې جګړه پای ته ورسوي.