نړۍ
هند د سلمان رشدي پر “شیطاني آیتونو” بندیز لرې کړ
په هند کې یوې محکمې د سلمان رشدي د ناول “شیطاني آیتونو” په واردولو د لسیزو پخوانی بندیز وروسته له هغه لرې کړ چې حکومت یې د اصلي حکم په موندلو کې پاتې راغلی.
په ۱۹۸۸ کال کې هند لومړنی هېواد و چې پر دغه ناول یې بندیز ولګاوه، چې اسلام او د اسلام پیغمبر ته سپکاوی دی، وروسته امام خمیني (رح) فتوا صادره کړه چې مهدر الدم یې لیکوال دی او په مختلفو هیوادونو کې پراخ لاریونونه وشول.
د وړاندې کولو دا طریقه د ډیرو مسلمانانو لخوا کفر وګڼل شوه او د دې برتانوي – هندي لیکوال په وړاندې د لاریونونو او ګواښونو سبب شو.
د يادونې وړ ده، چې له درې لسيزو وروسته د هندي الاصله برتانوي ليکوال سلمان رشدي کتاب “شيطاني آيتونه” په هند کې پورته شو. دا کار ممکن د مسلمانانو په ځانګړې توګه د هند د مسلمانانو غوسه راوپاروي.guess I’ll need money