افغانستان
مجاهد: له دې وروسته به د اسلامي امارت د مشر په حکم وسلې وېشل کېږي
د اسلامي امارت مشر شیخ هبة الله اخندزاده د یو اته ماده ییز فرمان په صادرولو سره د کورنیو چارو، دفاع وزارت او استخباراتو له وزارت څخه د وسلو، مهماتو او نظامي تجهیزاتو د ویش مسولیت په غاړه اخیستی دی.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه حکم به د وسلو د سمې استعمال او خوندیتوب په موخه ترسره کیږي، هر ډول وسلې او مهمات به د اسلامي امارت د مشر په امر کارول کیږي.