د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا د اوسنیو یا پخوانیو چارواکو په وژنه کې د لاس لرلو ادعا رد کړې ده.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دا ډول مسایل د اسرائیلو له خوا راپورته کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ مسایل پېچلي کړي.
تر دې مخکې د امریکا د عدلیې وزارت ویلي وو چې یو ۵۱ کلن ایراني وګړی د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو له خوا د ټرمپ د وژنې مسوول دی.