د اسلامي سرې میاشتې ټولنه وايي، چې پرون (پنجشنبه د لړم ۱۷مه) ۸۹ ماشومان چې سخت سوځېدلي او د هډوکو په ناروغۍ اخته وو، د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شول.
د سرې میاشتې ټولنې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه ماشومان د ۱ او ۱۱ کلونو ترمنځ وو.
په همدې حال کې د سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، ۴۶ ماشومان چې سخت سوځېدلي او د هډوکو په ناروغۍ اخته وو له درملنې وروسته له جرمني هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه رياست دغه راز زياته کړه چې په ورته وخت کې ٤٥ نور ماشومان چې د ورته ناروغيو د درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي وو، روغ او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.