د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد پلاوي چې روانه اونۍ کابل ته سفر کړی، د بشري مرستو او د چابهار له بندر څخه د افغان سوداګرو د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي خبرې کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیسوال د پنجشنبې په ورځ (لړم ۱۷) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، «افغانستان ته د بشري مرستو رسول زموږ د مرستو د پروګرام یوه مهمه برخه ده.»
هغه زیاته کړه، په تېرو څو کلونو کې هند له زلزله ځپلو سره ۵۰ زره ټنه غنم، ۴۰ زره لیتره د کرنیزو افت وژونکو درمل، ۳۰ ټنه مصالحې او زلزله ځپلو ته يې ۲۸ ټنه مرسته لېږلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه: “موږ د افغانستان له خلکو سره اوږدې اړیکې لرو او دا اړیکې د دغه هېواد په اړه زموږ پالیسي ټاکي.”
باید وویل شي، چې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران، افغانستان او پاکستان د څانګو د رئیس جې پي سنګ په مشرۍ هندي پلاوي د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په ګډون د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل.