افغانستان
د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ۲۸۸ نوي جوړ شوي کورونه وویشل شول
د اسلامي امارت د سرې میاشتې ټولنې نن (جمعه، ۱۸ لړم) د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ۲۸۸ نویو کورونو د ویش اعلان وکړ.
دغه ټولنه وايي، ۲۸۵ کورونه د ګلران ولسوالۍ په شکراب، سنګ کوتل او بند افضل ولسوالیو او درې نور کورونه په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته وویشل شول.
د هرات د تېر کال په زلزله کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا دوه زره کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شول.