افغانستاننړۍ

د هند ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د هند له ځانګړي استازي جي پي سنګ سره په کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان موتګي د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد یې باید د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. .

له بلې خوا د هند ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا مهمه وبلله او ويې ويل چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سيمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنيکي پلاوي ترمنځ خبرې وشي.

اړونده مقالې

ښاغلي سنګ همداراز ژمنه وکړه چې د افغانانو لپاره به د هند د ویزو د ورکړې اسانتیاوې زیاتې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button