د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي سره په کتنه کې د افغانستان د ستونزې د سوله ییز حل لپاره د ازبکستان او د ملګرو ملتونو د بنسټونو د اقداماتو پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان له خلکو سره د ښوونې او روزنې او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ملاتړ مهم وګڼل.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي: په دې غونډه کې د پوهنې او بشري نوښتونو له لارې د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ پر دوامدارې ژمنې ټینګار وشو. دواړو لورو د افغانستان د ستونزې د سوله ییز حل لپاره د ازبکستان او د ملګرو ملتونو د بنسټونو د اقداماتو د لا زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
ازبکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له سرپرست حکومت سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او د اسلامي امارت سفیر د هجري قمري کال د تله د میاشتې په نهه لسمه نیټه خپل باورلیک د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته وسپارل.
د ازبکستان نوی سفیر هم یوه اونۍ وړاندې کابل ته راغلی او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به خپل باورلیک د اسلامي امارت لومړي وزیر ته وسپاري.
د افغانستان د اقتصاد وزارت د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ښه والی د هېواد په ګټه بولي.