افغانستاننړۍ

د اسلامي امارت هیله داده چې د کابل او د امریکا د راتلونکي حکومت ترمنځ په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي، وزارت یې د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې هیله من دی چې د امریکا راتلونکی حکومت به خپلو موخو ته د رسیدو لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي څو په اړیکو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د پام وړ پرمختګ وشي.

عبدالقهار بلخي نن چهارشنبه (چهارشنبه د لړم۱۶مه) په ایکس نوټ چینل کې یو بیان خپور کړ او لیکلي یې دي چې هیله من دی چې دواړه هېوادونه د متقابلو اړیکو په رڼا کې د اړیکو نوی فصل پرانیزي.

ښاغلي بلخي همداراز زیاته کړه چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شو او له هغه وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد.

د ده په وینا له ښاغلي ټرمپ تمه کېږي چې په سیمه او نړۍ کې په ځانګړې توګه په غزه او لبنان کې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button