افغانستان
د هېواد په پنځو ولایتونو کې د کار موندنې او متشبثینو د مرکزونو جوړول
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست اعلان وکړ چې په پنجشیر، لوګر، کاپیسا، میدان وردګو او پروان ولایتونو کې یې د کارموندنې او متشبثینو نوي مرکزونه جوړ کړي دي.
د دغه رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو مرکزونو له جوړېدو څخه موخه د کار زمينه برابرول او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د استادانو د ظرفيت لوړول دي.
د دې څانګې متخصصین د متشبثینو او د مهارتونو د پراختیا په برخه کې د ښوونیزو سیمینارونو د برابرولو لپاره کار کوي.