د لبنان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په لبنان کې د شهیدانو شمېر٣ زرو دوه او د ټپیانو شمېر ۱۳۴۹۲ ته رسېدلی دی.
په داسې حال کې چې نیواکګر پوځ اوس هم د لبنان په مختلفو سیمو بمبارۍ کوي. د لبنان حزب الله هم د فلسطین په شمال کښې د اسرائیلو د فوځی اډو او د صهیونیسټی میشت ځایونو په خلاف د خپلو عملیاتو شدت زیات کړی دی او په عین حال کښې د لبنان په خاوره کښې د اسرائیلو د فوځیانو د پرمختګ له هڅو سره مخامخ دی.
د لبنان حزب الله نن سهار په جنوب لویدیځ کښې د مارون الراس په ښارګوټی کښې د دښمن د فوځیانو په غونډې باندې توغندی وتوغول او اعلان یې وکړ چې یوازې د دوشنبې په ورځ یې د صهیونیسټی نیواکګرو په خلاف ۱۹ فوځی عملیات ترسره کړی دی.
په ورته وخت کې لبناني رسنیو هم تایید کړې، چې اسرائیلي پوځیان د لبنان له ځینو سیمو وتلي دي.