سیمه

د عراق د مقاومت درې بې پیلوټه الوتکې د حیفا په بندر کې په مهم هدف برید وکړ

د دریم ځل لپاره، د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره، دوی د اشغال شویو سیمو په شمال کې د حیفا په ښار کې یو “مهم هدف” په نښه کړ.

د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ اعلان وکړ: د نیواک په وړاندې د مقاومت په دوام کښې د فلسطین او لبنان د خلکو په ملاتړ او د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په شمول د ملکی خلکو په خلاف د غاصب رژیم د جنایتونو په ځواب کښې، مجاهدین. دعراق داسلامی مقاومت ډلې نن د حیفا په بندر کښې یو هدف په نښه کړ .

النشره خبر ورکړی چې د عراق مقاومت په یوه بله بیانیه کښې ټینګار وکړ: د عراق د اسلامی مقاومت جنګیالیو نن د دوهم ځل لپاره د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په حیفا کښې په یوه مهم هدف حمله وکړه.

داسلامی مقاومت غورځنګ دغه راز ټینګار کړی دی چې ددښمن دپوځی مرکزونو د له مینځه وړلو لپاره عملیات په ډیر سرعت سره دوام لری .

دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ هم په یوه بله بیانیه کښې ټینګار وکړ له نیواک سره دمقابلې په دوام کښې دفلسطین او لبنان دخلکو په ملاتړ نن د دریم ځل لپاره په حیفا کښې په یوه مهم هدف دډرون حملې وشوې .

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button