افغانستاناقتصادویډیويي راپور
په بلخ ولايت کې د تير کال په پرتله د ګاجر په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى دى
د بلخ ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله په بلخ ولایت کې د ګاجر حاصلات څو برابره زیات شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر کروندګر د پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د بزګرانو ستونزو ته پام وکړي او د هېواد په دننه او بهر کې د دوی د محصولاتو د پلورلو زمینه برابره کړي.