سیمهنړۍ

د لبنان د پارلمان مشر هغه ته منسوبې څرګندونې رد کړې

نبيه باري په امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې هغه ته د منسوبو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې دا په بشپړه توګه دروغ دي.

هغه څرګنده کړه: “د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ایران حزب الله ملاتړ کوي، ما ځواب ورکړ چې دا روښانه ده، لکه څنګه چې تاسو د اسراییل ملاتړ کوئ.”

واشنګټن پوسټ ادعا کړې چې بيري له دې رسنۍ سره په مرکه کې له حزب الله څخه د ایران د ملاتړ په اړه ویلي، زه دا نه ردوم چې ایران له حزب الله ملاتړ کوي؛ حتی حزب هم ورته خبره کوي. خو که امریکا له لبنان سره مرسته وکړي، موږ به له ایران څخه امر ونه اخلو.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button