افغانستان
لوګر کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ ښوونځیو او مدرسې د بیارغونې چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نهه میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ ښوونځیو او دینې مدرسې د بیارغونې د پیل خبر ورکړ.
د هغه په وينا، په دغو پروژو کې د ١٧ ښوونځيو او دینې مدرسې بيارغونه او ترميمول او د دغو ښوونځيو او مدرسې د احاطې د دېوالونو جوړول شامل دي.