نړۍ
ګوتریش: په نړۍ کې د خبریالانو د وژنو له لسو څخه نهه یې بې سزا دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، په نړۍ کې د خبریالانو له هرو لسو وژنو څخه ۹ یې بې سزا دي.
ګوټریس دا خبره د شنبې په ورځ د نومبر په دوهمه په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وکړه.
د هغه په وينا، معافيت د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل شوى دى.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دغه وضعیت د بدلولو غوښتنه کړې ده.
هغه زیاته کړه: “زه له حکومتونو څخه غوښتنه کوم چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره ګامونه پورته کړي، د هغوی پر وړاندې جرمونه وڅېړي او عاملین یې محاکمه کړي.”